دغه بروشور په بلغاریا کې د نړیوال ملاتړ لپاره د پېژندل شویو ګټه اخیستونکو لپاره چې عمرونه یې تر 18 کلنو پورته وي په نظر کې نیول شوی دی.دا معلوماتي کڅوړه په عمومي توګه په بلغاریا کې ستاسو د حقوقو او مسئولیتونو په اړه ستاسو د ائتلاف اړوند عملي معلومات وړاندې کوي. په دې کې د مدني ثبت، استوګنې، دندې، روغتیا، زده کړو، د وړتیاوو پیژندنه، د بلغاریا ژبې روزنه، ټولنیزې مرستې، د کورنۍ بیا یوځای کیدو او د بلغاریا تابعیت موضوعګانې شاملې دي. همدا شان دلته د غیر دولتي موسسو یو لیست د دوی د شمېرو د جزیاتو سره هم شامل دی چې رواني – ټولنیزې، حقوقي او بشري مرستې چمتو کوي.ستاسو د ډیرو حقونو ته د لاس رسۍ لپاره، تاسو باید اړونده ادارو ته شخصاً ځان حاضر کړئ. په دې وروستیو کې، تاسو ممکن ځینې خدماتو ته الکترونیکي لاس رسی ولرئ چې ډیری یې ستاسو شخصي الکترونیکي لاسلیک ته اړتیا لري. دا یو اسانتیا ده چې د نورو کارکوونکو په وړاندې د برقي لیږد کارونکو پیژندنې ته اجازه ورکوي. دلته یو شمېر شرکتونه شتون لري چې د طبیعي او قانوني اشخاصو وړتیاو لرونکو الکترونیکي لاسلیکونه چمتو کوي. نرخونه عموماً د خدماتو له مخې د 20 څخه تر 100 پورې دي چې د (لیوی) BGN ترمنځ توپیر لري.د نورو اضافي پوښتنو او مسئلو لپاره چې په بروشور کې را نغښتل شوي نه دي، تاسو کولای شئ چې د خپلو مهارتونو سره سم د بروشور په پای کې لست شوي سازمانونو ته ور وګرځئ.که تاسو د 18 کلو څخه کم عمر لرئ او تاسو د مور او پلار څخه بېل یاست یا دوی په بلغاریا کې نه دي او یا ستاسو لپاره مسئول نور خپلوان، ممکن د اضافي شرایطو غوښتنه وکړي. د هرې پوښتنې او ملاتړ لپاره تاسو اړتیا لرئ چې خپل استازي یا سرپرست ته ورشئ او یا د دوی په نشتون کولای شئ چې د بروشور په پای کې ذکر شویو ارګانونو ته مراجعه وکړئ.
د نویو پیژندل شویو کډوالو او بشردوستانه وضعیت لرونکو اشخاصو حقوق او وجایب