استوګنې

هغه کسان چې پناه غوښتونکي یا د بشردوستانه وضعیت (قبولۍ) درک کړی، باید د نړیوال خوندیتوب د تصمیم نیولو څخه وروسته په 14 ورځو کې د کډوالو لپاره د بهرنیو چارو وزارت ادارې(SAR) کمپ پریږدي.اداره کولای شي د خپلې پریکړې په اړه فکر وکړي چې دا دوره د زیان منونکو اشخاصو او کورنیو په قضیو کې وغزوي. په عین حال کې، کیدای شي دا د نړیوالې ساتنې لپاره د تصمیم نیولو په وخت کې د ننوتنې نیټې څخه تر شپږو میاشتو پورې د کور لپاره مالي ملاتړ چمتو کړي.که د مالي مرستې لپاره ستاسو غوښتنلیک رد شي، تاسو ممکن له هغه سازمانونو څخه چې وړیا حقوقي مرستې کوي مرستې وپلټۍ. قانوني مرستې وپلټئ، XII برخه وګورئ. غیر دولتي سازمانونه هم وګورئ.
د نویو پیژندل شوو کډوالو او بشري حالت درلودونکو لپاره د اپارتمان کرایه کول خورا عام انتخاب دی. د دې چارې د تر سره کولو لپاره، تاسو باید یو بلاک یا کور ومومئ او د ملکیت مالک سره د کرایې قرارداد لاسلیک کړئ د معیاري پروسې په توګه، د قرارداد پایله، د لومړۍ میاشتې فیس او یو میاشتنۍ پیسې تادیه کیږي.دا په دې مانا ده چې تاسو وړتیا لرئ چې هغه امکانات ولرئ چې د قرارداد لاسلیک کولو لپاره د دوه میاشتنو کرایه پرې پوښل کیږي( مګر دا چې د مکان مالک په بل ترتیب سره موافق وي)دا درسره په پام کې ونیسئ چې تاسو باید د میاشتنی د بریښنا، اوبو، تودوخې لپاره بل (هغه صورت کې چې اړین وي) په جلا توګه ادا کړئ چې د ملکیت مطابق د پام وړ توپیر لري. د اسانتیاو لپاره په هره میاشت کې د ټولو بیلونو لپاره د اوسط اندازه له مالک څخه وپوښتئ.

.

  1. د کرایي استوګنځي موندنه

د بلاک/ کور موندلو لپاره ډیرې لارې شتون لري: د غیر دولتي سازمانونو یا د ملګرو له لارې، د کارمندانو یا نورو مرتبطو کسانو سره او یا هم د یوې غیر دولتي شتمنۍ له لارې په آنلاین توګه.

1.1. د کرایي اعلاناتو ویب پاڼې

د بلغاریا د وګړو لخوا په ټول هیواد کې یو ځانګړی ویب سایټ د کرایي اپارتمانونو د خپرولو او لټون لپاره کارول کیږي. عموماً، وړاندیزونه د اپارتمان، سطحي ساحه، د خونو شمیر، انځورونه، د میاشتنۍ کرایې فیس او د مالکیت د اړیکو معلوماتو ځای لري. کله چې تاسو له مالک سره اړیکه ونیسئ، معمولاً د کرایه شوي ملکیت معاینه کولو لپاره لیدنه کیږي.د کرایې د اعلانونو لپاره ځینې خورا مشهور ویب پاڼې عبارت دي له:

www.alo.bg

www.imot.bg

www.imoti.net

www.imoti.info

www.address.bg

 

2.1 د معاملات لارښود

د معاملاتو لارښود کولای شي تاسو سره د بلاک د موندلو په برخه کې مرسته وکړي چې ستاسو اړتیاوې او غوښتنې پوره کړي. عموماً د ادارې استازی ستاسو د ادارې لخوا وړاندیز شوي ملکیتونو کې د تفتیش لیدنو په ترڅ کې ستاسو سره ملګرتیا کوي. لکه څنګه چې د معاملاتو د لارښوونې ځینې ادارې د کتنو د تنظیم کولو لپاره فیس ګوماري، تاسو باید د معاملاتو د لارښود د شرایطو په اړه مخکې تر مخکی وپوښتئ. اداره به یوازې د کمیشن فیس چارج کړي، هغه هم که چیرته د کرایې قرارداد پای ته ورسیږي. د کمیشن فیس عموماً د کرایې د نیمایي سره مساوي وي، مګر دا عمل د ادارو ترمنځ توپیر لري.

ځینې ​​مشهورې اجنسۍ (د معاملاتو لارښوونکي) په لاندې ډول دي:

Yavlena (www.yavlena.com)

Mirela (www.mirela.bg)

Era (www.era.bg)

Avista (www.avista.bg)

Address (www.address.imot.bg)

 

.31. غیر دولتي سازمانونه

کارټاس صوفیا او د بلغاریا سور صلیب کولای شي تاسو سره د اپارتمان په پیدا کولو کې مرسته وکړي. ټولنیز کارکونکي د ائتلاف په مرکز کې کوم چې د دوو سازمانونو لخوا پرمخ وړل کیږي د هغو مالکانو ډیټابیس لري کومو چې د کډوالو او بشري قبولۍ لرونکو ته ځایونه په کرایه ورکوي (د دوو مرکزونو اړیکو لپاره، XII برخه وګورئ. غیر دولتي سازمانونه)

  1. 2. د استوګنې لپاره نورې لارې

 

2.1.  دولتي اسانتیاوې

کډوال او د بشر دوستانه وضعیت لرونکي حق لري چې په لنډمهاله کورونو کې ځای پرځای شي. دوه ډوله اسانتیاوې شتون لري: د لنډ مهاله استوګنې لپاره مرکزونه او د بې کوره کسانو لپاره کورونه. تاسو باید وګورئ چې دا ډول خدمتونه ستاسو په ښاروالۍ کې د ټولنیزو مرستو سیمه ایز ریاست یا مستقیماً ښاروالۍ کې موجود دي.د لنډ مهاله استوګنې مرکزونه ممکن په یوه کال کې تر دریو میاشتو پورې استوګنځي د بلې میاشتې لپاره د غزولو امکان ولري. د غوښتنې لپاره، تاسو اړ یاست چې په ښاروالۍ کې د ټولنیزې مرستې لپاره ریاست ته لاړ شئ چیرې چې تاسو راجستر شوي یاست. تاسو د خدمت د غوښتنې لپاره  شخصي پېژندنې اسنادو ته اړتیا لرئ.کورونه یوازې د ژمي په جریان کې استوګنځی برابروي (عموماً د دسمبر او مارچ تر مینځ) او یوازې د شپې لپاره (له 17.00 څخه تر ماسپښین پورې 10 بجې تر راتلونکې سهار پورې). ډیری کورونه د یو کس لپاره دي چې د ځای په ځای کیدلو لپاره د پېژندګلوۍ اسنادو ته اړتیا لري، مګر استثنا پکې ممکنه ده.

2.2. د نا دولتي مؤسسو لخوا بیړنۍ سرپناه

په استثنایي قضایاوو کې، کاریتاس صوفیا او د بلغاریا سور صلیب د دوو اونیو لپاره بې وزلې وګړو ته چې د بې کورۍ د خطر سره مخ دي سر پناه ورکوي. د دغو انتخابونو په اړه د ائتلاف په دوو مرکزونو کې معلومات ترلاسه کولای شئ. که تاسو د 18 کلو څخه کم عمر لرئ نو تاسو به زیان منونکي وګڼل شئ. یو بې مور او پلاره ماشوم، یو مشر (زوړ)، یو امیدواره ښځه، یوازی مور یا یوازې پلار د وړوکي ماشوم سره، د انسان قاچاق قرباني، هغه شخص چې د روغتیا، فزیکي یا ذهني ستونزې سره مخ دی، هغه څوک چې د شکنجې، جنسي تیري یا د رواني یا جنسي تاوتریخوالي نورو جدي کړنو قرباني وي.

2.3. د کارټاس صوفیا د کور جوړولو پروګرام (ځای پر ځای کول)

د فنډ شتون، کارتاس صوفیا ممکن د محدود شمیر میاشتو لپاره د کډوالو د سبسایډي (مالی مرستې) استوګنځي لپاره د وړو کچو پروژې پر مخ بوځي. د کارتاس صوفیا د ائتلاف  په مرکز کې وګورئ، که چیرې دا پروګرام اوس مهال پر مخ روان وي، که اوس مهال خالي ځایونه شتون ولري او دلته د برخه اخیستلو  شرایط په څه ډول دي.

 

Compass for refugees
Ask your question